د مصر پوځي شورا د واک ساتلو په لټه کې ده

د مصر د پوځي شورا مشر ويلي وسله وال ځواکونه به چا ته اجازه ورنه کړي چې دوی د مصر ساتندويانو په توګه خپلې دندې له ترسره کولو منعه کړي.

فيلډ مارشال طنطاوي دغه څرګندونې د امريکا بهرنيو چارو له وزيرې هېلاری کلنټن سره له کتنې لږ څه وروسته وکړې.

راپورونه وايي ميرمن کلنټن ټينګار کړی چې پوځ بايد ملکيانو ته واګو لېږدونې په اړه د خپلو ژمنو درناوی وکړي. د

مصر پوځي شورا چې تېر کال يې د حسني مبارک له لرې کېدو وروسته واک نيولی، ډېرې خواوې پرې نيوکې کوي چې د نوي ولسمشر محمد مرسي له ټاکنې سره سره پر واګو منګولو ټينګونې زيار باسي.