اسرایلو کلونه وروسته بندیانو ته د پایواز اجازه ورکړه

د اسرایلو په زندانونو کې د لومړي ځل لپاره په تیرو پنځو کلونو کې ۲۴ بندیانوته اجازه ورکول شوې چې له خپلو خپلوانو سره وګوري.

اسرایلو وروسته له هغې چې په ۲۰۰۷ کال کې د حماس اسلامپالې ډلې پر غزې واکمني ټینګه کړه، بندیانو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلوانو سره وګوري.

په اسرایلو کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر دغه اقدام نیک کار بللی او تمه یې ښوولې چې ټولې کورنۍ به له خپلو بندیانو سره وګوري.

د یو بندي مور وايي "زه نه شم کولای چې خپل احساس او خپله خوښي بیان کړم. زه ډیره خوشاله یم او له خدایه مننه کوم. زه به هغه وخت لا ډیره خوشاله شم، چې زوی مې راخلاص شي. زه تمه لرم چې ټولې میندې د خپلو زامنو په لیدو او یا هم د هغوی په خوشې کیدو، خوشاله شي."