نورستان ته د خوراکي توکو لارې تړل شوي

د نورستان په څو ولسواليو کې د خوراکي توکو پرمخ د لارو بنديدو له امله زرگونه کسان له لوى گواښ سره مخامخ دي.

د کامديش او برگمټال ولسوالۍ خلک وايي حکومت او طالبانو لارې تړلي دي

او حکومتي ځواکونه د دوى سيمو ته خوراکي توگي نه پريږدي.

امنيتي چارواکي مني چې بنديز ېې لگولى،خو ادعا لري هغه کسان چې د سوداگرۍ په نوم توکي وړي هغه د طالبانو لاسو ته ورځي.

خلک وايي که چيرې دا بنديز دوام کوي خلک په ځانگړي توگه کوچنيان له خوار ځواکۍ سره مخامخ کېدى شي.