"سوري حکومت د خلکو وژلو ته لارې برابروي"

د سورېې له حکومته تر ټولو جيگپوړي جلا شوي چارواکي بي بي سي ته ويلي دي په ښارونو کې تلفات پخپله د جيگپوړو چارواکو له خوا د القاعدې د فعالينو په کارولو سره رامنځ ته شوي دي.

نواف الفارس چې په بغداد کې د سورېې سفير وو او همدا تيره اوونۍ ېې رژيم څخه خپله لاره جلا کړې د سورېې واکمن په سين لاهو شويو سره پرتله کړل چې د خپلې بقا لپاره هر څه ته لاس اچوي.

ده وويل ولسمشر اسد ان د خپلو خلکو پر ضد د کيمياوي وسلې کارونې ته هم چمتو دى او هغه يوازې په زور له واکه لرې کېدى شي.