هند د ښوونځي د توپيري چلند ادعاوې پلټي

هندي چارواکي د هغو ادعاو په اړه پلټنې کوي چې وايي يو خصوصي ښوونځی له بې وزلو زدهکوونکو سره توپيري چلند کوي.

په بنګلور کې د دغه خصوصي ښوونځي د څلورو زده کوونکو مېندو پلورنو شکایت کړی چې له اولادونو يې د سر وېښتان شکول شوي وو او د نورو زده کوونکو په شان یو ډول یونېفورم هم نه ورکول کېده.

ويل کيږي چې دا ماشومان هندوان او له بې وزلو کورنیو دي.