اسپانویانو د لګښتونو د کموالي پر ضد مظاهرې وکړې

په اسپانیا کې زرګونو کسانو د حکومت له خوا د مالي بحران د مخنیوي په نیت په لګښتونو کې د کموالي د راوستلو د وړاندیز پر ضد اعتراض کړی دی.

د کارګرو دوو لویو ټولنو ویلي چې ملکي کارکوونکو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې څه باندې ۸۰ جلا جلا مظاهرې جوړې کړې دي.

یوه عامه کارکونکې ویکتوریا ریوېرو چې په مادرید کې یې په لاریون لاس پورې کړی وايي هغه او همکاران یې د سپما لوړه بیه پرې کوي.