بيجنګ په ۶۰ کلونو کې بې ساري باران ځپلی

د چین پلازمینه بیجینګ په تیرو شپیتو کلونو کې تر ټولو سختو بارانونوځپلی دی.

په بارانونو کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او زرګونو نورو خپل کورونو پرېښې دي.

پرلپسې بارانونو او سیلابونو سړکونه ویجاړ کړي، له ودانیو یې چتونه په هوا کړي او له ۲۰۰ ډير پروازونه یې لغوه کړي دي.

په همدې حال د یو بل خبر له مخې د چین په شمال کې څلور تنه یوه سیند ته د لویدو له امله وژل شوي او د دغه هیواد په لویدیځ کې بیا شپږ تنه ځمکې ښویدنې وژلي دي.