له سوري ښار حلب نه زرګونه کسان تښتي

له سوريې راپورونه وايي، د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ د نښتو له امله د حلب ښار نه زرګونه کسان په تیښته دي.

حلب، چې له تیرو څو ورځو پورې نسبتا ارام ښار بلل کیده، اوس د ولسمشر اسد د مخالفو یاغیانو قوي مرکز ګرځیدلی دی.

پرون هم د پلازمینې دمشق په ځینو برخو او د سوریې په نورو ښارونو کې درنه جګړه روانه وه.

په سوریه کې د جګړو له ډیریدا سره، له دغه هیواده ګاونډیو هیوادونو ته د کډوالو بهیرهم مخ په ډیریدو دی