د ۱۲ امريکايانو د وژونکي په اړه پلټنې

د امریکا فدرالي اداره د هغه سړي له کوره د نورو معلوماتو تر لاسه کولو هڅه کوي، چې ویل کیږي دولس تنه يي په ډزو وژلي دي.

دغه سړي د کولوراډو ایالت د اورورا ښارګوټي په یوه سیمنا کې د فلم پر نندارچیانو ډزې وکړې او دوولس تنه يي په کې ووژل.

تر دوو ورځو پورې ځايي پولیس د نوموړي کور ته له دې امله په ننوتو ونه توانیدل، چې هلته چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

اوس په دې پېښه کې ټول وژل شوي کسان پېژندل شوي دي. د دې پېښې تورن کس جیمز هومز په توقیف کې ساتل شوی دی او د دوشنبې په ورځ به محکمې ته وړاندې شي.