اوباما د سیمنا د ټولوژنې د قربانیانو خپلوانو سره وګوري

د امریکا ولسمشر بارک اوباما کلوراډو ایالت ته ځي، چې هلته د اورورا د ښارګوټي په یوه سیمنا کې د ټولوژنې د قربانیانو له خپلوانو سره وګوري.

ښاغلي اوباما په خپله اوونیزه راډیو وینا کې د بټمن فلم د نندارې پرمهال ۱۲ وژل شوو کسانو ته دعا وکړه.

د دې پېښې تورن ټوپکمار جیمز هومز په توقیف کې ساتل کیږي او ټاکل شوې سبا دوشنې(جولای/۲۳) محکمې ته وړاندې شي.

پولیس وايي، هغه په خپل کور او کار ځای کې له میاشتو محاسبې او تصویر اخیستولو وروسته دغه برید تر سره کړی دی.