عراق کې موټر بم چاودنو ۸۲ کسه وژلي

د پلازمېنې بغداد په ګډون په عراق کې پر له پسې بريدونو په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۸۲ کسه وژلي او له ۱۴۰ ډير نور يې ژوبل کړې دي.

راپورونه وايي د دغو بريدونو اصلي هدف د عراق امنيتي ځواکونه وو.

له عراق نه ورکړل شوي راپورونه ښيي چې بريدګرو د موټرو پر مټ د پوليسو په څو پوستو بريدونه کړې دي.

د صلاح الدين په سيمه کې په يوه بريد کې ۱۵ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.