عرب ليګ پر ولسمشر اسد د واک پرېښودو غږ کړی

د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې پر ولسمشر بشارلاسد غږ کړی چې ژر ترژره له خپل واکه لاس په سر شي او خپله کورنۍ په خوندي توګه له سوریې وباسي. په قطر کې تر یوې بېړنۍ غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې پر مخالفو وسله والو غږ کړی چې یو انتقالي حکومت جوړ کړي. په همدې وخت کې ولسمشر اسد خپلو پوځیانو ته امر کړی چې په دمشق او حلب ښارونو کې له مخالفینو څخه د سیمو د نیولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره ډېرې کړي.