نايجريا کې سېلاوونو ۳۵ کسه وژلي دي

د نايجريا مرکزي برخه کې د سېلابونو له امله لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.

مرګ ژږبله وروسته هغه شوې چې د باران له درانه اورښت له جوس ښار سره نژدې د اوبو يوه بند نه اوبه واوښتې.

په سيمه کې د سره صليب يوه وياند ويلي شاوخوا ۲۰۰ کورونه چې ډېری يې له خټو جوړ شوي، د سېلاب اوبو لاندې کړې يا ويجاړ کړي دي.

چارواکي وايي لږتر لږه ۲۵ کسان لا تر اوسه ورک دي، او اټکل دی د مرګونو شمېر لا پسې زيات شي.