پاکستان کې د ناټو پر اکمالاتي ګاډو بريد شوی

د پاکستان په شمال لویدیځ کې چارواکي وايي وسله والو کسانو په افغانستان کې میشتو ناټو ځواکونو ته پر اکمالاتي کاروان برید کړی دی. دوو وسله والو موټرسایکل سپرو په خیبر ایجنسۍ کې پر لاریو برید کړی، چې له امله یو موټر چلونکی وژل شوی دی. دا د پاکستان له خوا په افغانستان کې میشتو ناټو ځواکونو پر مخ د لارو تر پرانیستو لومړنۍ پېښه ده چې رامنځ ته کیږي.