روسيه کې د الکولي مشروبانو اعلانونه بند شوي

په روسیه کې د الکولي مشروباتو لپاره پر تلبیغاتو د بندیز حکم پلی شو.

د نوي قانون له مخې په تلویزیون، راډیو، انترنټ، ترانسپورتي وسیلو او نورو ځاینو کې د الکولي مشروباتو لپاره تبلیغ منع شوی دی.

ټاکل شوې چې د راتلونکې جنورۍ له میاشتې په ورځپاڼو کې هم په ورته اعلانونو بندیز ولګول شي.

دغه کار د الکولو د زیات کارولو د مخنیوي لپاره شوی دی.