جېمز د ۱۲ کسانو د وژنې په تور محکمې ته تللی

هغه سړی چې تېره اوونۍ د امريکا کولارډو ايالت کې د بټمن فلم د ښوونې پر مهال ډزو کې د ۱۲ کسانو په وژلو تورن دی، په محکمه کې راڅرګند شوی دی.

شکمن کس چې جېمز هولمز نومېږي، وارخطا ښکارېده.

د زندان جامې يې اغوستې وې او رڼه سره وېښته يې درلودل.

د قضيې اورونې پر مهال ده ته د دفاع يو وکيل هم ټاکل شوی و.

قاضي حکم وکړ چې دی بايد د رسمي تورونو لپاره چې د ده پر ضد به وړاندې کېږي، د جولای پر ۳۰ مه بيا محکمې ته ورشي.

په پېښه کې د نهه تنو ټپيانو حالت ترينګلی دی، چې څه د پاسه ۵۰ نور هم په کې ټپيان شوي وو.