د مصر ولسمشر خپل لومړی وزیر وټاکه

د مصر ولسمشر محمد مرسي د اوبو زېرمو وزیر هشام کندیل د لومړي وزیر به توګه نومولی او غوښتنه یې ترې کړې چې نوی حکومت جوړ کړي.

ښاغلی کندیل لا تر اوسه په مصر کې ډېره پېژندل شوې څېره نه ده او په اخوان المسلمین ډلې پورې هم نه دی تړلی.

محمد مرسي د اخوان المسلمین ګوند څخه ولسمشرۍ ته بریالی شوی، خو هغه ژمنه کړې وه چې په حکومت کې به یې د ښځو عیسویانو استازي موجود وي.