تاجکستان په ختیځ کې نهه سرتېري وژل شوي

د تاجکستان په ختیځ بدخشان کې لږتر لږ نهه تنه حکومتي عسکر وروسته تر هغه ووژل شول چې حکومت هلته پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

دغه عملیات په تېرې اوونۍ کې د د یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي تر وژل کېدو وروسته پیل شوي دي.

د هغې وژنې پړه د حکومت پر پخواني مخالف وسله وال طالب ایومبیکوف وراچول کیږي.

د سیمې خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او مخابراتي اړیکې هم پرې شوي دي.