سوچي لږکېو ته د قوانينو د تصويب غوښتنه وکړه

په برما کې دموکراسۍ پلوې مشرې ان سان سوچي پر پارلمان غږ کړی چې د قومي لږکیو د حقونو د خوندیتوب په اړه قوانین تصویب کړي.

میرمن سوچي پارلمان ته په نوې وینا کې ویلي چې په برما د ریښتونې دموکراسۍ د پلي کیدو لپاره د حقونو برابري او دوه اړخیز درناوی ډیر اړین دی.

دا مهال د برما په ځینو برخو کې کورنۍ شخړې راپورته سوي دي.

په وروستیو کې په لویدیځ راخین ایالت کې د بودایانو او مسلمانو اقلیتونو ترمنځ د تاوتریخوالي په پایله کې لسګونه کسان وژل شوي دي.