برتانیا د سوډان له کډوالو سره مرسته وکړه

د برتانیا حکومت له هغو ۲۰۰۰۰ سوډانیانو سره چې د کډوالۍ په کمپونو کې په ډېرو ناوړه شرایطو کې ژوند کوي، نژدې ۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغه کډوال د پولي په شمال کې د جګړو له کبله جنوبي سوډان ته تښتېدلي دي.

مرستندویه ټولنې وایي دغه کمپونه سیلابونو سخت ځپلي دي.

د سوډان د خلکو د آزادې د پاڅون اورپکي په ایتوپیا کې د سوډان له حکومت سره خبرې کوي چې په لانجمنو سیمو کې د بشري وضعیت د سمېدو هڅه وکړي.