ترکیې له سوریې سره پر پوله پر تګ محدودیت اعلان کړ

ترکیې له سوریې سره پر پوله پر تګ راتګ محدودیت اعلان کړ.

د دې اعلان له مخې د سوریې کډوال اجازه لري چې د ترکیې خاورې ته ننوځي خو د ترکیې وګړي سوریې ته له ننوتلو منع شوي دي.

دغه محدودیت پر بار وړونکو لاریو هم لګول شوی چې د خبریالانو په خبره دا چاره پر سوریې د اقتصادي بندیز سره یو شان ده.

د ترکیې کابینه او پوځي مشران نن په دې اړه پر ځینو اختلافاتو خبرې کوي.

د سوریې یو کډوال ابو حسن د ترکیې دغه پریکړه ستایلې ده.