د سوريې حکومتي ځواکونه د حلب ښار پر لور خوځېدلي دي

له سوریې څخه راپورونه وايي حکومتي ځواکونو له څو خواوو د حلب ښار پر لور روان دي.

دوی له یاغیانو سره د جګړې تیاري نیسی چې ظاهرأ یې ددې ښار ډېرې برخې تر ولکې لاندې دي.

په سوریې کې د بي بي سي خبریال وايي اټکل کېږي چې ولسمشر اسد به په حلب ښار کې وروستی زور وکاروي او ښايي ګڼ شمېر ملکیان په نښتو کې ووژل شي.

یو تن سوریه یي فعال طلال المیهني چې په حلب کې له خلکو سره په تماس کې دی وايي مخالفین ښايي دغه سیمې په ښو وسلو سمبالو حکومتي ځواکونو د بریدونو په وړاندې له لاسه ورکړي.