استازي د یونان د مالي سیستم پروګرام راتلونکی ارزوي

د یونان لومړی وزیر انتونیوس ساماراس به نن د دغه هېواد د عمده مرسته کوونکو له استازو سره وګوري چې هغوی وهڅوي د پور راتلونکې برخه دوی ته ورکړي.

د نړیوال وجهي صندوق، اروپایي ټولنې او د اروپا د مرکزي بانک استازي یونان ته تللي چې د دغه هېواد مالي سیستم او د پور ورکولو د پروګرام راتلونکی و ارزوي.

د دغو مفتشینو اندېښنه دا ده چې اتن د خپلې بودجې د کسر د کمولو هدف پر مخ نه وړي، خو ښاغلي ساماراس د اروپایي کمیسیون مشر خوز مانویل باروسو ته ویلي چې هېواد به یې خپلو ژمنو ته وفادار پاته شي.

تر لیدو وروسته ښاغلي باروسو ویلي چې یوازې ژمنې کافي نه دي بلکې یونان باید عمل وکړي.