اصلاحاتو او کاري وړتيا لوړولو په اړه د ولسمشر فرمان

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو او کاري وړتيا د لوړولو لپاره یو اوږد فرمان صادر کړی.

په هغه کي يې د وزارتونو په ګډون ټولو دولتي ادارو ته مسوولیت سپارلی چې له فساد سره د مقابلې، د حکومتولۍ د ښه والي، د قانون د واکمنۍ او پر خپلو پښو د درېدو لپاره منظم ګامونه پورته کړي.

ښاغلي کرزي په فرمان کې بېلو ادارو ته دندې سپارلي او د هغو د مسوولیتونو د پوره کېدو لپاره یې وخت ورته ټاکلی دی.

په فرمان کې ولسمشر کرزي پر سترې محکمې غږ کړی چې د اداري فساد او د ځمکو د غصب ټولې دوسیې په شپږو میاشتو کې دننه بشپړې کړي.

نوموړي همدا راز ویلي چي د حکومت جګپوړي چارواکي باید د جنایتکارانو، د قانون ماتوونکو او په فساد کي ښکېلو چارواکو ملاتړ ونه کړي.