پر سوریې دپلوماتیک فشار په زیاتېدو دی

پر سوریې دپلوماتیک فشار په زیاتېدو دی چې د حلب په ښار کې د یاغیانو پرضد له عملیاتو لاس په سر شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په لندن کې د خبرو پرمهال د سوریې له حکومت نه غوښتنه وکړه چې خپل عملیات بند کړي.

نوموړي دغه راز له سوریې نه د یوې روښانې ژمنې د کولو غوښتنه هم وکړه چې پرهر ډول حالاتو کې کیمیاوي وسلې ونه کاروي.

په عین حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ د حلب په ښار کې د یوه احتمالي ټول وژنې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې هیڅ هیواد باید غلی پاتې نه شي.

راپورونه وايي په ګڼ شمیر کې دولتي ځواکونه او ټانکونه د حلب ښار په شاخوا کې ځای پرځای شوي او د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو کې سخته بمباري شوې ده.