تایلنډ کې د ګزمې څلور کسان وژل شوي

د تايلنډ په سويل کې د پوځ پر يوې ګزمې د بريد په پايله کې څلور کسه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پوځ د يوه وياند له قوله راپور ورکړل شوی چې ويلي يې دي د پټاني په ولايت کې شلو وسله والو اورپکو چې په پېکپ موټرو کې وو پر ګزمې ډزې کړې دي.

دغه بريد د يالا په ولايت کې له هغه بمي بريد وروستی شوی چې له امله يې پنځه پوليس ووژل شول.

اسلام پالي جنګيالي په دغو بريدونو ګرم پېژندل کېږي.