افغان افسر ایران ته د جاسوسۍ په تور محکوم شو

د سرحدي پولیسو یو افسر په لوېدیځ ولایت هرات کې یوه ګاونډي هېواد ته د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله تنفیذي حبس محکوم شوی.

سیمه ییزو چارواکو له خبریالانو سره په رسمي مرکو کې څه نه دي ویلي چې دغه افسر کوم هېواد ته جاسوسي کوله، خو یوې دولتي سرچینې بي بي سي ته ویلی چې دغه کس ایران ته د جاسوسۍ په تور له اسنادو او شواهدو سره نیول شوی.

چارواکي وایي دا حکم په ابتدایي محکمه کې صادر شوی او وروستی نه دی.