امریکايي کاندید پر ایران د برید ملاتړ کوي

په امریکا کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند مېت رامني وايي که اسراییل د ایران د اټومي پروګرام د پرمختیا د مخنیوي په موخه پر دغه هېواد برید وکړي نو دی به د اسراییلو ملاتړ وکړي.

د هغه یو سلاکار وايي ښاغلی رامني به دغه شان یوه تصمیم ته درناوی وکړي.

ښاغلی رامني په دې باور دی چې ایران ښايي په دې وخت کې دوه پلانونه ولري: یو دا چې اټومي پروګرام پرمختللی کړي او بله دا چې د بریدونو پر وړاندې د مخنیوي وړتیاوې لوړې کړي.

رامني د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې وویل اسراییلو ته تر ټولو ستر ګواښ د ایران له خوا دی.