د حلب ناامنیو ۲۰۰ زره کسان کډو ته اړ کړي

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې والري ایموس په خپله یوه وینا کې اعلان کړی چې په حلب ښار کې د جګړو تر پیل دوې ورځې دمخه شاوخوا دوه سوه زره کسان لدغه ښاره وتلي دي او نورو سیمو ته یې پناه وړې ده.

دا هغه شمېرې دي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او په سوریه کې د سره صلیب ټولنې اعلان کړي وې.

میرمن ایموس ویلي په حلب دمشق او د سوریې په نورو سیمو کې د ټانکونو او نورو درنو وسلو له کارولو اندیښمنه ده.

هغې ویلي تر اوسه دا معلومه نه ده چې څومره کسان لا اوس هم په حلب ښار کې ایسار دي او د وتلو لاره یې نه ده موندلې.