پکتیا کې ۲۵ ښوونځي تړل شوي

د پکتیا د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال اسلام الدین منګل وايي چې تر ۲۵ ښوونځي د ناامنیو او په ځينو کې د مسلکي ښوونکو د نشتوالي له کبله تړل شوي دي.

نوموړی وايي چې مخکې پکتیا کې د ناامنۍ داسې نښې نه وې، چې ښوونځي دې وتړي، خو هغه مهال چې یوه میاشت مخکې ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دددوو ښوونځیو دوه ساتونکي چا وویشتل ښوونځي وتړل شول.

ګرده څېړۍ وزې ځدراڼ او شواک ولسوالۍ تر ډېره د ناامنیو ډېرې شاهدې دي.

که څه هم سیمه ییز چارواکي د ښوونځيو د تړل کېدو اصلي لامل او د پړې ګوتې چا ته نه نیسي، خو طالبان وايي چې د دوی په جنګي پالیسۍ کې د ښوونځيو تړل نه شته.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې که دوی ښوونځي تړلی، نو د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې به یې تړلي واي، چې په وینا یې تر نورو سیمو یې نفوذ په کې ډېر دی.

مجاهد دا هم ویلي دوی پلټنې کوي چې ددوی په جامه کې څوک ښوونځي تړي.