یمن کې د ايټالیا د سفارت یو ساتونکی تښتول شوی

د یمن پلازمېنه صنعا کې د ایټالیا د سفارت یو ساتونکي وسله والو تښتولی دی.

امنیتي او دپلوماتیکو سرچینو ویلي چې دغه ساتونکی د صنعا په جنوب کې د ایټالیا سفارت ته نژدې له یوې کوڅې تښتول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی.

پولیسو ویلي چې د وسله والو تښتوونکو په لټه کې دي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د سفارت د کار کوونکي تښتونه تایید کړې ده.

د یمن امنیتي چارواکي معمولاً ددا ډول تښتونو پړه پر القاعدې اچوي.

نژدې درې میاشتې مخکې هم یمن کې یو فرانسوی، چې سره صلیب ته یې کار کاوه، تښتول شوی و، چې څه موده مخکې خوشی شو.

یوه سویسي ښوونکې نژدې څلور میاشتې وړاندې د القاعدې اړوندو کسانو تښتولې وه، چې تر اوسه یې پته نه شته.