نایجیریا کې د تاوتریخوالي د ختمولو غږ شوی

د نایجیریا دوو پخواني ولسمشرانو د دغه هېواد په شمال کې د تاوتریخوالي د ختمولو په موخه د هڅو د بیا پېلېدو غوښتنه کړې ده.

د دغې سیمي ډېری شخړې د بوکو حرام په نوم توند لارې اسلامپالې ډلې پر غاړه اچول کیږي.

دغو دوو پخوانيو مشرانو په وینا کې ویلي چې د خلکو د وژنو کچه نوره د زغملو نه ده.

په نایجیریا کې د بي بي سي خبریال وایي د دغو پخوانیو مشران څرګندونې به د اوسني ولسمشر ګوډ لک جاناتن لپاره شرموونکې وي.

پر ښآغلي جاناتن نیوکې شوي چې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره یې کافي هڅه نه ده کړې.

په وروستیو څو میاشتو کې د بوکو حرام ډلې په بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.