اسراییلو سوریې ته په جاسوسۍ یو عرب نیولی

د اسراییلو د کورني امنیت سازمان (شین بت) د جولان تراډې یو عرب اوسېدونکی سوریې ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

پر جولان تراډه له نژدې ۲۵ کلونو راهیسې اسراییلي پوځي نیواک ګرو خېټه اچولې ده چې ډېری 'دروز' اوسېدونکي یې د بشارالاسد د حکومت پلویان دي.

اسراییل وايي چې تورن په تېر کې د لوړو زده کړو لپاره سوریې ته تللی و او په پرله پسې توګه یې د اسراییلو د پوځ محرمانه ځایونو په اړه سوریې ته راپور ورکاوه.

د ترلاسه شوو معلوماتو پربنسټ، تورن منلې ده چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ یې له ځینو سوري افسرانو سره مستقیمې اړیکې لرلې.