۱۸ میلیون افریقایان د خوړو له کړکېچ سره مخامخ دي

د دوو خيريه ټولنې يو راپور وايي د لوېديځې افريقا ساحل سيمه کې څه د پاسه ۱۸ مليون وګړي د خوړو له دايمې کړکېچ رنځ ګالي، چې دوه مليون ماشومان په کې بيا د بدخوراکۍ له خطر سره مخامخ دي.

د نړۍ ليد او د ماشومانو ژغورنې دغه دوه خيريه ټولنې وايي د اوسنۍ بيړني حالت عمده لامل وچکالي نه بلکې هغه حالت دی چې زيانمنوکې کورنۍ په کې د خوړو له اندازې لوړو بيو په څېر لړزو پر وړاندې خونديتوب نه لري.

راپور وايي ان په يو عادي کال کې د څه د پاسه ۲۰۰ زره ماشومانو مړينه کېدی شي په مخامخ ډول له بدخوراکۍ سره وتړل شي.

راپور کې د هغو کورنيو د ژرغونې لپاره د پانګونې غوښتنه شوې چې د خوړو له اوږدمهاله کمښت سره لاس او ګرېوان وي.