وردګو کې څلور تښتول شوي کسان وژل شوي

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله والو څلور ولسي وګړي د جلریز پر لویه لاره تښتولي او بیا یې وژلي دي.

تښتول شوي کسان په سراچه کې سپاره وو، چې د سه شنبې پر مازدیګر وتښتول شول.

د ولایت خبره ده، چې وژل شوي کسان په مرمیو ویشتل شوي دي.

د وژل شوو مړي د میدانښار په سلمان فارس سیمه کې غورځول شوي، چې بیا وروسته د ملي امنیت مامورانو د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

وژل شوي د کابل ولایت د چهاردهي اوسېدونکي ښودل شوي، چې د ولایت په وینا، پر هېڅ کوم حکومتي بنسټ پورې یې اړه نه لرله.

تر اوسه د وژل شوو کسانو پړه چا نه ده منلې.