د ۱۰۰ مترو ځغاستې اتل اوسېن بولټ شو

جميکايي اتل اوسېن بولټ د سرو زرو مډال په اخيستو د المپيک د سل مترو په ځغاسته کې د نړۍ د تر ټولو تيز ځغاستونکي ريکارد ټينگ کړ.

ده د سلو مترو واټن په ٩ اعشاريه ٦٣ ثانيو کې وهلى دی.

د ده سيال يوهان بليک د سپينو زرو مډال اخستی او امريکايي لوبغاړي جستن گتلين دريم راغلى دى.

د جميکا د پلازمينې کينگسټن په ستيډيم کې زرگونه خلک راټول شوي وو، د خپل اتل د ځغاستې ننداره يې کوله او د هغه د سرو زرو مډال يې ولمانځه.