د پاکستان مرستيال لوی څارنوال لرې کړای شوی

د پاکستان حکومت مرستیال لوی څارنوال خورشيد خان له دندې ګوښه کړی دی.

تر اوسه د ده د لرې کېدو کره دليل نه دی ويل شوی، خو ښاغلی خان وايي له واکه د ايسته کېدو لامل يې سیاسي دی.

دی هغه مهال د سر سر خبر وو چې کله په تېر مارچ کې په هند کې د رسمي سفر پر مهال پرې تور ولګېد چې مندر يې جارو کړی او بوټونه يې وېستلي دي.

خو ښاغلی خان وايي دغه کار يې د ښه نيت او دا چې نورو ته د مسلمانانو او اسلام ښه تصوير وړاندې کړي، کړی دی.