پوتين د جودو لوبو د کتلو لپاره لندن ته ځي

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په تېرو اوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره برتانيا ته ځي.

ښاغلی پوتين چې په سن پيټرسبرګ کې د جودو پخوانی اتل وو د ۲۰۱۲ اولمپيک لوبو ځينو سياليو د ليدو لپاره لندن ته ځي.

که څه هم د ده سفر رسمي نه دی، خو دی به لندن کې د برتانيا له لومړي وزير ډېوېډ کېمرون سره خبرې وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ له هغه وروسته اړېکې کمزورې شوې چې په ۲۰۰۶ کې په لندن کې د روسيې يو پخوانی امنيتي چارواکی ووژل شو.