"د سوريې د جګړې دواړه غاړې ملکيان وژني"

د سوریې په پلازمینه دمشق کې مخالف فعالينو دولتي ځواکونه او ملیشې دواړه له ۷۰ د زياتو کسانو په سملاسي وژنو تورن کړي دي.

په پلازمینه دمشق او بل لوی ښار حلب کې درنه جګړه روانه ده. راپورونه وايي چې په حلب کې مخالفو وسلوالو پر مهم پوځي هوايي ډګر بريد کړی دی.

بل خوا د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې له خوا د شوې سروې له مخې شاوخوا درې ملیونه سوري وګړي خوراکي توکو او نورو مرستو ته اړتيا لري.

دوی وايي د جګړې له امله شاوخوا يو نيم ميليون خلک له راتلونکو دريو نه تر شپږو مياشتو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.