پر ياغي وسله والو د وژنو له امله نيوکه شوې

د سوريې مخالفې ملي شورا پر ياغي وسله والو له دې امله نيوکه کړې چې په حلب کې يې حکومت پلوه زنداني شوې ملېشې وژلي دي.

په انټرنټ خپره شوې وېډيو ظاهرآ سوري ياغيان ښيي چې حکومت پلوې ملېشې په ډزو وژني.

شورا دا يو بې رحمه کار بللی خو ويلي يې دي چې د جګړې قربانيان غواړي خپل غچ په کړولو او وژلو واخلي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي په دغه وېډيو د جنګي جنايتونو نښې لېدل کېږي.