اولمپيک او د سرو زرو مډالونه

د اولمپيک په لوبو کې د برتانيا د بایسکل چلونې لوبډلې د بېجېنگ په اولمپيک کې د خپل سرو زرو گټلي مډال د فاع په برياليتوب سره وکړه.

کرېس هاى، جېسن کني او فليپ هايندس د لوبو په لومړي پړاو او پايلوبو کې خپل نړيوال ريکاډ مات کړ او فرانسوۍ لوبډله يې ماته کړه.

همداراز په بایسکل چلونې کې جرمني هم د سرو زرو مډال وگاټه.

امريکايۍ کايلا هريسن د جودو په لوبه کې د برتانیا جېما گېبنس ته په ماتې ورکولو لومړنۍ امريکايې مېرمن شوه چې په جودو کې يې د سرو زرو مدال واخيست.

دلندن په اولمپيک لوبو کې د جمناستک امريکايۍ لوبغاړې گبي دوگلاس هم د سرو زرو مدال وگاټه.

د غشي او لېندۍ په لوبو کې د سويلي کوريا لوبغاړې کې بو باى هم د سرو زرو مدال خپل کړ.