پاکستان د چارواکو د مصونیت قانون رد کړ

د پاکستان سترې محکمې هغه تازه تصویب شوی قانون رد کړ چې لوړ رتبه دولتي چارواکو ته محکمې ته د سپکاوي په صورت کې مصونیت ورکوي.

د پنځو قاضایانو ډلې چې مشري یې قاضي القضات افتخار محمد چوهدري کوله ویلي دولتي چارواکو ته مصونیت ورکول د اساسي قانون پرخلاف دی.

د پاکستان پارلمان دولتي لوړ رتبه چارواکو ته د مصوعنیت قانون د جولای په میاشت کې وروسته له هغه تصویب کړ چې سترې محکمې پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني محکمې ته د سپکاوي په تور له دندې لری کړ.