دمشق کې بیا عملیات پیل شوي

د سوریې له پلازمینې دمشق نه راپورونه وايي چې دولتي ځواکونه دغلته د یاغیانو پرضد نوي عملیات کوي.

په تودمان ولسوالۍ کې عیني شاهدان او فعالان وايي دولتي ځواکونه پر یاغیانو د برید لپاره په لسګونه ټانکونه او زغروال موټر کاروي.

دغه راز د سوریې په دوهم ښار حلب کې هم نښتې روانې دي او دولتي ځواکونه د یاغیانو په ولکه کې سیمو باندې ډزې کوي.