ملګرو ملتونو شمالي کوریا بېړنۍ خوراکي مرسې پيل کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وایي شمالي کوریا ته یې د بېړنیو خوراکي مرستو لړۍ پیل کړې ده. د دغه هېواد چارواکي وایي د تېرې اوونۍ په سیلابونو کې شاوخوا ۱۷۰ تنه مړه شوي دي.

شمالي کوریا وایي ۴۰۰ کسان لا تر اوسه هم لادرکه دي او څه باندې ۲۰۰زره کسان بې کوره شوي دي.

د خوړو نړیوال سازمان په خبره د سیلاب ځپلو لپآره په لومړي سر کې د دوو اونیو لپاره هره ورځ ۴۰۰ ګرامه غله ورکوي.

خو دا یې ونه ویل چې دا مرسته به کله ور رسیږي.

تر دې یوه ورځ دمخه د شمالي کوریا حکومت له ملګرو ملتونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.