د سودان او جنوبي سودان د تېلو د بیو جوړېدو هرکلی وشو

ولسمشر اوباما د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ د تېلو پر بيه د جوړېدو هرکلى کړى دى. هغه وويل، دې هوکړې دواړو هېوادو ته د لا ډېرې غوړېدا ور پرانستى دى.

دا هوکړه د سرحدي او امنيتي مسالو په بريالي حل پورې تړلې ده چې خبرې پرې لا نه دي شوي.