بلخ: د طالبانو خپلمنځي نښتې ۶ کسان وژلي

تېره شپه ناوخته د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د طالبانو د خپلمنځي نښتې په ترڅ کې ۶ کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پېښه د چاربولک په ګله جوی سیمه کې رامنځ ته شوې ده چې د سیمې اوسېدونکي وايي په دې پېښه کې د هغې کورنۍ دوه کسه هم وژل شوي چې طالبانو په کې ډوډۍ خوړله.

د بلخ امنیه قومداني وايي چې دوی ته تر اوسه پورې یوازې ددریو کسو د وژنې او ګڼو نورو طالبانو د ټپی کېدو خبر رسېدلی دی.

د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي په وژل شوو کې د ملا باقي الله په نوم د طالبانو یو قومندان او د بلخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال ملا حسن هم شامل دی.