هلمند کې ۱۱ افغان پوليس طالبانو ته اووښتي

د افغانستان په سويل کې چارواکي وايي د پوليسو يوولس کسيزه ډله نن سهار وختي طالبانو ته اووښتې ده.

دغو پوليسو د هلمند په موسی کلا کې خپله امنيتي پوسته پرېښيې ده.

دوی له ځانونو سره وسلې او درې موټر سايکل هم وړې دي.

تېره مياشت په يوه ورته بله پېښه کې يو قومندان له خپلو يوولسو ملګرو سره په فراه کې طالبانو ته واوښت.