د برما په تازه تاوتريخوالي کې ۱۰۰ کورنه سوي

له برما نه راپورونه وايي لږ تر لږه سل کورونه د بودايانو او د لږکيو مسلمانانو د غړو ترمنځ د تازه تاوتريخوالي په لړ کې سوځېدلي دي.

ځينې راپورونه وايي چې د تاوتريخوالي په دغو پېښو کې يو شمېر مسلمانان وژل شوي هم دي.

ملګري ملتونه وايي دوی داسې شواهد موندلي چې ښيي پوليس پر مسلمانانو په بريدونو کې ښکېل دي.