امریکا: د حجاب اوښتنه د اسد د پای مانا ده

د امریکا متحد ایالتونه وایي مخالفینو ته د سوریې د لومړي وزیر ریاض حجاب اوښتون دا په ګوته کوي چې د ولسمشر بشار الاسد حکومت دننه نړېږي.

ښاغلی حجاب ترټولو لوړپوړی چارواکی دی چې د دمشق له ادارې تښتي.

خو د سوریې د اطلاعاتو وزیر وویل حتی د ځینو لوړ پوړو چارواکو تښتېدنه به د سوریې د دولت برخلیک بدل نه کړي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل دا اوښتنه د سوریې د رژیم د پای په مانا ده.