ایران: د سوري مخالفینو ځپل حیاتي دي

یوه جګپوړي ایراني چارواکي اعلان کړی چې سوریه کې د اوسني نظام د مخالفانو ترهګرو ضد عملیات حیاتي بڼه لري.

ده ویلي چې هېواد یې د سوري مخالفینو پرضد د سوري نظام بشپړ ملاتړی دی.

د ایران د ملي امنیت شورا رییس سعید جلیلي دا څرګندونې له سوري ولسمشر بشارالاسد سره په خبرو کې کړي دي.

نوموړي له بشارالاسد سره د خبرو لپاره دمشق ته تللی و.

د سوریې ولسمشر له تېرو دوو اوونیو راهیسې پر تلوېزیون هېڅ نه دی راڅرګند شوی.